کابل باختر د سلواغې پنځلسمه :
وسله والو طالبانو تيره شپه دازادي غوښتوونکي ګوند ددفتر څلور تنه ساتوونکي دفارياب ولايت په شيرين تګاب ولسوالۍ کې ووژل .
دشيرين تګاب ولسوال خواجه سراج الدين باختراژانس ته وويل چې دغه ساتوونکي ددغه ګوند په دفتر دطالبانو له بريد وروسته ووژل شول او پنځه تنه نور يې ټپيان شول .
ددغه ګوند موسس جنرال ملک له دولت څخه ددوى امنيت له نشتوالي څخه په انديښنې سره په هېوادکې دسياسي ګوندونو دامنيت دتامينولو غوښتنه وکړه .
ختم _ عطاالله _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ