Uncategorized

د قروغ غره د ځمکو غاصبان پېژندل شوي دي

۳۵- کابل / د مرغومي ۲۳ مه / باختر
د جمهوري ریاست لومړی مرستیال امرالله صالح وايي: د قروغ غره په لمنو کې د ځمکو غاصبین پېژندل شوي دي او ډېر ژر به د هغوی پر نیولو اقدام وشي.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح په نننۍ امنیتي غونډه کې وویل: هغه وسله وال غاصبین چې د قروغ غره په لمنو کې د ځمکو په غصب کې لاس لري، پېژندل شوي دي.
باید وویل شي چې د قروغ غر د کابل په جنوب لوېدیځ کې له مهمو پوځي سیمو څخه و، خو په وروستیو کلونو کې د دغه غره لمنې په پراخه توګه غصب شوې دي.
یوشمېر سیاستوال هلې ځلې کوي چې د دغه غره لمنې پر خپلو افرادو ووېشي او یا هم د استوګنې ښارګوټي پکې جوړ کړي.
پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته