سیاست

حسين حقاني : پاکستان په افغانستان کې دجګړې پاى ته رسيدل دځان په ګټه نه بولي .

کابل باختر دليندي  اووه ويشتمه :
تروريستان دپاکستان په خاوره کې خوندي پټنځي لري افغاني او امريکايي مقاماتو په وار وار ددغې موضوع په اړوندڅرګندونې کړي دي  او دپاکستان له حکومت څخه يې غوښتي دي چې ددغو پټنځيو دله منځه وړلو لپاره دې په کار لاس پورې کړي خو پاکستان ددغو پټنځيو دله منځه وړلو لپاره داسې اقدام نه دى کړى چې ملموسه نتيجه ولري .
داچې ولي پاکستان دتروريستانو ددغو خوندي ځالو او پټنځيوپه له منځه وړلو اقدام نه دى کړى هغه پوښتنه ده چې دپاکستان پخواني ديپلومات په خپل اعتراف سره دغې پوښتنې ته ځواب ويلي دى چې هېواد يې په افغانستان کې دجګړې پاى ته رسيدل دځان په ګټه نه بولي .
دغه پاکستاني ديپلومات  دغه راز ويلي دي چې پاکستان په افغانستان کې ديوه قوي حکومت  جوړول  نه غواړي او له همدې امله په افغانستان کې دجګړې اور ته لمن وهي چې له دې لارې په افغانستان  کې خپلو موخو ته  ورسيږي .
دحسين حقاني  دڅرګندونوله مخې، پاکستان له يوې خوا له امريکا سره ژمنه  کوي چې  دتروريزم پرخلاف  به مبارزه وکړي خو له بلې خوا دتروريستي  ډلو ملاتړ کوي .
ده تينګار کړى دى چې په سيمه او په تيره  بيا په افغانستان کې دسولې او ټيکاو دتامينولو لپاره دې بايد پاکستان دتروريستي ډلو پرخلاف  صادقانه عمل وکړي .   ختم_عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته