امنیت

دافغانستان دامريکايي پوهنتون په ډار اچوونکي بريد کې ديارلس تنه شهيدان شول .

-کابل باختر د وږي څلورمه :
دکابل پوليس وايي چې دافغانستان  دامريکايي پوهنتون په پيښه کې ديارلس تنه شهيدان او څلور څلويښت تنه نور ټپيان شوي دي .
يوه ځانمرګي يرغلکر  تيرماښام داوو بجو په شاوخوا کې په چاوديدونکو توکو بارموټر دافغانستان دامريکايي پوهنتون دانګړ ديوال ته څيرمه وچاوه اووروسته  دوه تنه نور ځانمرګي يرغلګر پوهنتون ته ننوتل او ددغه پوهنتون له ساتوونکو سره يې جګړه پيل کړه او دغه نښته  له لسو ساعتو وروسته ددوو تنو ځانمرګو يرغلګر په وژل کيدو سره پاى ته ورسيده .
دباختراژانس دخبرله مخې  دکابل ولايت امنيه قوماندان جنرال عبدالرحمن رحيمي رسنيو ته وويل چې په دې ډار اچوونکي پيښه کې ديوې ښځې او يوې نجلۍ په ګډون اووه تنه  محصلان ، درې تنه پوليسان  دافغانستان دامريکايي پوهنتون  دوه  تنه ساتونکي  او دړندو ليسې يو ساتونکې شهيدان شول .
رحيمي دغه راز وويل چې په دې پيښه کې  پنځه ديرش تنه محصلان او نهه تنه پوليسان ټپيان شوي دي .
دپوليسو دڅرګندونوله مخې  ځانمرګي يرغلګر دړندو ليسې  دساتونکې له شهيدانولو وروسته په چاوديدونکو توکو بار  خپل موټر دليسې انګړ ته  داخل کړ او دافغانستان دامريکايي پوهنتون دانګړ ديوال ته څيرمه يې وچاوه او دوو تنو نورو ځانمرګو يرغلګروته يې لاره پرانستله .
  پوليس وايي  ځانمرګو يرغلګرو غوښتل چې ددغه پوهنتون زيات شمير محصلان يرغمل کړي خو دپوليسو سر ښندنو ددې کار مخه ونيوله .
دپوليسو دڅرګندونوله مخې ددغه ډار اچوونکي بريد په وخت کې کابو اته سوه تنو محصلانو په دې پوهنتون کې شتون درلود او په همدې لحاظ  دمحصلانو دژغورنې عمليات داحتياط په رعايتولو سره کرار کرار ترسره شول .
دافغانستان امريکايي پوهنتون ديوې معتبرې تحصيلي موسسې په توګه  دکابل ښار ددارالالمان په ساحه کې موقعيت  لري او کابو يوزرو اته سوه تنه محصلان پکې زده کړه کوي او زياتره استادان يې بهرني اتباع دي تراوسه پورې ددغه پوهنتون  دبهرنيو اتباعو دمرګ ژوبلې په باب څه نه دي ويل شوي.
  څو ورځې مخکې هم ددغه پوهنتون  يو امريکايي  او يواستراليايي  استاد ناپيژاندو  وسله والو کسانو له خوا تښتول شوي و چې لاتراوسه پورې  برخليک يې معلوم نه دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته