سیاست

د کلیو د بیارغاونې او پراختیا وزارت پر کارکوونکو او د خواف ـ هرات اورګاډي پټلۍ پر ساتونکو د تروریستي بریدونو په اړه مطبوعاتي اعلامیه

۲۶- کابل / د سلواغې ٢١ مه / باختر
د افغانستان د سولې او آرامۍ دښمنانو نن سهار د کابل پنځمې ناحیې په باغ داوود سیمه کې د میدان وردګو د کلیو د بیارغاونې او پراختیا ریاست د سرپرست ریاض احمد خلیل په ګډون د هغه دوه همکاران شهیدان کړل او یو تن یې سخت ټپي کړ. دغه راز په بل تروریستي برید کې د خواف ـ هرات اورګاډي پټلۍ څلور ساتونکي د هرات ـ اسلام قلعه پر لویه لاره شهیدان کړل.
جمهوررییس غني د دغو تروریستي بریدونو د سخت غندلو ترڅنګ وویل: طالبان په پرله پسې پلمو د سولې له خبرو ډډه کوي او د تاوتریخوالي په زیاتوالي یې یو وار بیا ثابته کړه چې په سوله باور نه لري او بېګناه خلک وژني.
جمهوررییس زیاته کړه: د تاوتریخوالي دوام تر ټولو بده تګلاره ده چې بدبختانه د طالبانو ډلې انتخاب کړې ده چې د بحران له پېچلتیا او د جګړې له دوام پرته بله پایله نه لري.
جمهوررییس غني د دې پېښې د تعقیب او د عاملینو د سزا لپاره اړوندو ارګانونو ته د جدي لارښوونې ترڅنګ د شهیدانو کورنیو ته د خپل تسلیت او همدردۍ ژور مراتب وړاندې کوي او ټپي ته د بشپړې روغتیا هیله کوي.#
پای / ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته