امنیت

جمهوررئیس حامدکرزي د اروزګان په ولایت کې ماین ایښودنه په کلکه وغندله

کابل_ باختر د غبرګولي دولسمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامد کرزي د ارزګان په ولایت کې هغه ماین ایښودنه په کلکه وغندله چې له امله یې یو شمېر ملګي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته.
په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اړونددجمهوررييس دويندوى ددفترله لارې باختراژانس ته رسيدلې ده ويل شوي دي.
د ارزګان د والي د دفتر د معلوماتو له مخې، پرون مازدیګر د دغه ولایت د سراب ولسوالۍ  اړوند د چمبرک په سیمه د ملکي وګړو د سپرلۍ یو لنډ کروزر موټر د افغانستان د خلکو د دښمنانو له خوا په ښخ کړای شوي ماین وخوت چې له امله یې څلورتنه شهیدان او اووه تنه نور ټپیان شول. په شهیدانوکې یو ماشوم او یوه ښځه او په ټپیانو کې څلور ماشومان او درې ښځې شاملې دي.
حامدکرزي د خلکو د تګ راتګ په لاروکې د ماینونو ښخول په کلکه وغندل، د ماشومانو او ښځو وژل یې د افغاني او اسلامي  فرهنګ او ارزښتونو پرخلاف یو ډارن، غیرانساني او نه بخښوونکي عمل وباله.
د هېواد جمهوررئیس د دغې تروریستي پیښې د شهیدانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوي او ټپیانو ته د لوی خدای له دربار څخه د سملاسي روغتیا هیله کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته