امنیت

په تخار ولايت کې له راستنو شويو کورنيو سره مرسته وشوه .

کابل باختر د وږي اته ويشتمه :
په تخار ولايت کې پرون له ٤٣ راستنو شويو کورنيو سره مرسته وشوه .
دتخار ولايت  دمهاجرينو او راستنو شويو چارو رييس  سيد مرتضى  همدرد دباختراژانس خبريال ته وويل: په هرې کورنۍ دوه بورى اوړه ، دوه بورى وريجې ، اووه کيلوغوړي ، پنځه  کيلو بوره ، پنځلس کيلو غلې دانې ، څلور کيلوچاى ، درې تختې شړۍ ، دپخلنځي  لوښې او يوپنځه متره  فرش وويشل شول .  ده وويل  چې دغه مرستې د(او- ام )ادارې له خوا برابرې  شوې دي .   ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته