ټولنه

دسولې په تامينولو کې دبلوڅو ځوانانو پر رول ټينګار وشو.

کابل – باختر د وري دمياشتې ١٦
دبلوڅو دځوانانو شورا غړو نن ددغې شورا دجوړيدو لومړۍ کاليزه ونمانځله.
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې : په هغې غونډه کې چې له همدې امله د ځينو دولتي چارواکو په ګډون او په کابل کې د روسيې،قزاقستان او چين دسفارتونو داستازو په ګډون د مطبوعاتو په نړيوال تالار کې جوړه شوه دبلوڅو دځوانانو شورا رييس عبدالغفار باتور ،سناتور نادرخان بلوڅ ، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دځوانانو دچارو معين ډاکتر کمال سادات دجمهوري رياست دلومړۍ معاونيت دځوانانو دچارو او ورزش سلاکار عبدالحميد مرادي او دقره شي د ټولنيز بنسټ مرستيال سيد حنان يوسفي او احمد الله وريک نورستاني د دبلوڅو ځوانانو دسمون دکار او دغو ځوانا نو د ظرفيت د لوړولو لپاره دزمينې په برابرولو کې دبلوڅو دځوانانو دشوار د رول په باب خبرې وکړې او دهغوى دعلم او پوهې دترلاسه کولو او فرهنګي فعاليتونو په لور دهغوى په هڅونه کې ددغې شورا رول بيان کړپه دغو خبرو کې له ځوانانو څخه وغوښتل شول چې دسولې په بهير کې رول ولوبوي او له تاوتريخوالي له ډکو او بنسټپالو جريانونو سره يوځاى نه شي.
دغه شورا په مرکز او کندهار ، تخار ،هرات نيمروز او کندز ولايتونو کې فعاليت لري او په نږدې راتلوونکي کې يې دهيواد په نورو ولايتونو کې فعاليت پراخيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته