ټولنه

د بغلان د کليو پرمختيايي شوراګانې د خلکو د ستونزو په حل کې مهم نقش لري

۱۹- کابل / د سلواغې ٢١ مه / باختر
د بغلان د دوشي ولسوالۍ د کليو پرمختيايي شوراګانې د دې وړتيا لري چې ټولې سيمه یيزې ستونزې او شخړې وڅېړي.
دغه شوراګانې چې د کليو له غوره نارينه و او ښځو څخه جوړه شوې دي؛ د ټولنيزو چارو د سمون او د قومي، سيمه یيزو او کورنيو شخړو په ګډون د سيمه یيزو ستونزو په برخه کې لازم کاري ظرفيتونه لري.
د بغلان د دوشي ولسوال صاحب داد غفوري باختر آژانس ته وويل چې دغه شوراګانې په خپلو اړوندو سيمو کې د ښې حکومتوالۍ د رامنځته کولو په خاطر ځانګړی ارزښت لري.
د ملي پيوستون پروګرام په پاى ته رسېدو او د ولسي تړون پروګرام په جوړېدو سره، د دغو شوراګانو په سلوکې ۵۰ منحل شوې دي.
هغه زياته کړه: د یادو شوراګانو د يوشمېر په منحل سره سره، د دغو شوراګانو غړي د هغه کاري ظرفيت له په پام کې نيولوسره چې لري يې، د سيمه یيزو ستونزو په حل کولو او د خپلو کليو د امنيت په تامينولو او د بنسټيزو پروژو په جذبولو کې فعال نقش لوبوي.
د کلان ګذر کلي اتحاديې مرستيال نور علي د قومي شخړو په حل کې د شوراګانو نقش مهم وباله او څرګنده يې کړه چې څه دپاسه ۸۰ سلنه ستونزې او قومي شخړې د کلان ګذر شورا په همکارۍ حل کېږي.
ختم -ج- ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته