امنیت

يو سلو اتيا کيلوګرامه اوومه چرس ترلاسه شول

کابل- باختر د زمري دمياشتې ٧
په ننګرهار ولايت کې ١٨٠ کيلوګرامه اوومه چرس د پوليسو لاس ته ورغلل. دننګرهار ولايت امنيه قوماندان پاسوال فضل احمد شيرزاد د باختر آژانس خبريال ته وويل: ددغه ولايت د امنيې قوماندانۍ د نشه يي توکو پرخلاف د مبارزې د مديريت پوليسو ١٨٠ کيلوګرامه اوومه چرس چې په( ٣٢٧٥٥) لمبر پليټ لرونکي هينو ډوله موټرکې په ماهرانه ډول ځاى پرځاى کړى شوي و او د جلال آباد ښارته ليږدول کيدل؛ د درونټې د پلټنې په پوسته کې ترلاسه کړل.
د ده دڅرګندونو له مخې: د دغه موټر چلوونکى عبدالجبار نوميږي او د کابل ښار د هوتخيلو اصلي اوسيدونکى دى.
په دې باب څيړنې پيل شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته