امنیت

پاکستاني پوځيانو بيا هم په شيګل ولسوالۍ توغندي وتوغول

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٢٦
دپاکستاني پوځيانو له خوا تيره شپه دکونړ ولايت په ځينو سيمو شل توغندي وتوغول شول.
دکونړ ولايت امنيه قوماندان عبدالحبيب سيدخيل دباختر آژانس خبريال ته وويل.
پاکستاني پوځيانو تيره شپه شل توغندي دکونړ ولايت د دانګام ولسوالۍ په ځينو سيمو وتوغول چې دسرزيان يې نه دى اړولى، يوه اړونده خبرځاى وويل : دغه توغندي په کرنيزو ځمکو او په نا استوګنو ساحو ليګدلي دي چې دسرزيان يې نه دى اړولى خو کرنيزو ځمکو ته يې تاوان اړولى دى .
پاکستاني پوځيانو د روان کال له پيل څخه تراوسه پورې درې زره توغندي دهيواد دختيځو ولايتونو په ځينو سيمو توغولي دي چې له امله يې لسګونو تنو ته مرګ ژوبله آوښتې ده او دسيمو زياتره اوسيدونکي له خپلو کورونو او ټاټوبو څخه وتلو ته اړ شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته