سیاست

قاضي خيل: د پتیال ماشومان به تر ۱۸ کلنى د پلار له حکومتي حقوقو برخمن وي

کابل – باختر د لړم د مياشتې ١٤مه:
د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې د بشري سرچینو لوی رییس عزیز الله قاضي خيل، کندهار ته د شهید عبدالقدیم پتیال د فاتحې لپاره د ادارې د یوه لوړ پوړي پلاوي د سفر پرمهال و ویل چې د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکه اداره به د جمهوري ریاست عالي مقام ته وړاندیز وکړي، چې د شهید عبدالقدیم پتیال ماشومان تر ۱۸ کلنى پورې د پلار اوسنى معاش ترلاسه کړي.
د ده د څرګندونو له مخې: پتیال د سیمه ییزې حکومتوالۍ د مرستیالو والیانو په منځ کې برجسته کدر او د افغانستان وتلی لیکوال و او د هغه د اولادونو د ژوند او روزنې تنظیم، د حکومت مهم مسوولیت دی.
ده زیاته کړه چې موږ په دې کار سره غواړو، د سیمه ییزې حکومتوالۍ مامورینو ته وښیو چې مرکزي ادارې ته یې خدمتونه ارزښت لري. 
د سیمه ییزو اورګانونو د خپلواکې ادارې پلاوي، کندهارکې لومړی د دغه ولایت له سرپرست ډاکټر توریالي ویسا او بیا د هغه کورنۍ ته د مرکزي حکومت او د ټولې سیمه ییزې حکومتوالۍ د تسلیت مراتب وړاندې کړل. پلاوی د پتیال مقبرې ته هم ورغی او د هغه روح ته یې دعا وکړه.
په دې پلاوي کې د کابل ولایت مرستیال محبوب الله محبي، د سیمه ییزو اورګانونو ادارې د پلټنې رییس عبدالحبیب جبارخېل، د استخدام رییس ایمل صالح زي او د ادارې ویاند تواب غورځنګ برخه لرله.
د قندهار ولایت مرستیال عبدالقدیم پتیال د یک شنبې په ورځ، په خپل درسي ټولګي کې د هېواد او خلکو د دښمنانو لخوا شهيد شو.
د ده د شهادت د قضیې د څېړنې لپاره د جمهوري ریاست د عالي مقام له لوري، د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې د استازي په ګډون مشترک پلاوی ټاکل شوی دی.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته