ټولنه

د طالبانو له رژيم له پرځيدو وروسته د افغان ښځو نه پرمختګ

 واشنګټن ګلومبرگ باخترد لړم د مياشتې  ١١ :    
يوې امريکايې ورځپاڼې (بلوبمبرګ) په افغانستان کې د ښځو د حالت په باب يو مطلب خپورکړى دى چې د طالبانو د رژيم له راپرځيدو وروسته د ټولنې دغه قشر لا تراوسه پورې هم ناڅيزې لاسته راوړنې او زياتې ستونزې لري.
د خپرونې په ليکنه: د پنځلسو کلونو په تېريدوسره لا تراوسه پورې هم  افغانستان   د نړۍ په کچه ښځو ته ډير بد ځاى بلل کيږي.
د افغانستان د بيا جوړولو لپاره د امريکا  خاص سرپلټوونکي  جان سوبکو ويلي دي چې د افغان ښځو د ژوندانه د حالت ښه والى او هغوى ته د فرصتونو برابرول د امريکا لپاره يوه اساسي موخه وه .
بلومبرګ د جان سوبکو له خولې ليکي چې د ښځو د فعاليتونو لپاره د يو مليارد  امريکايي ډالرو ژمنه شوې ده چې له امله به يې د ښځو حالت ښه والى ومومي.   خو د سيګار په رپوټ کې اداري فساد او نا امنۍ د دغې موخې د ترلاسه کولو په لاره کې ستر خنډ بلل شوى دى.
د بلومبرګ خپرونې د سيګار د درې مياشتني رپوټ له مخې ليکلي دي چې ناوړه امنيتي حالت نه يوازې ښوونځيو ته د يون لپاره د ښځو او نجونو لپاره، له کورڅخه بهرکار او په روغتيايي خدمتونولاس بري سخت کړى ؛ بلکې  د هغوى په باب يې دغه ذهنيت هم عام کړى دى چې ګنې ښځې زيانموونکي دي اوله دې امله بايد له کورڅخه ونه وځي .
په هغو خبروکې چې په دې باب له څلويښتو مخکښو ښځوسره شوي دي؛ زياترو يې ويلي دي چې ښځې له سياسي او اقتصادي سيستم څخه بې برخې شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته