امنیت

طالبانو د يو قوماندان په کورکې يوه اندازه چاوديدونکي او کيمياوي توکي او مهمات ترلاسه شول.

کابل – باختر دمرغومې پنځمه :
افغان امنيتي ځواکونو پرون دلغمان ولايت په مرکز پورې اړوند محمد خيلو په کلې کې دطالبانو د ډلې د يو قوماندان په کورکې يوه اندازه مهمات، چاوديدونکي او کيمياوي توکي ترلاسه کړل .
د شمشاد د٢٠٢ ساحوي زون د قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: په ترلاسه شويو توکو او مهماتوکې يو بنډل ثانيه سوځوونکي مزې ،د ريموټ کنترول ماين د چاودنې مزې ،درې تبليغاتي کسټونه، څلور له ځانه جوړه شوې ماينونه، د امونيم فاسفيټ يوه ډبلى خميره، د ماين په ډول يو عيار شوى بخار ديګ، د عکاسي يوه کمره، پنځلس ټيپي کسټونه ، يوه پنځه ليتره بوشکه تيزاب ، د ماين يو فيوذ ، پنځوس تبليغاتي پاڼې، د اسلامي امارت يو ټوک لايحه شته چې په لغمان ولايت کې د طالبانو د ډلې د قوماندان زرقاوي په کورکې ترلاسه شوي دي.
 

 

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته