اقتصاد

د شمال د ډبرو سکرو په عوايدوکې زياتوالى راغلى دى

کابل- باختر د مرغومي دمياشتې ٢٦
د شمال د ډبرو سکرو د تصدۍ رياست په عوايدوکې د تېرکال په پرتله څه دپاسه دوه سو درې اتيا مليونه نهه سوه زره افغانۍ زياتوالى راغلى دى .
د شمال د ډبرو سکرو د تصدۍ رياست فني مرستيال انجنير عباس عرفان د باختر آژانس خبريال ته وويل: په ١٣٩٥کال کې د سمنګانو د دره صوف او د بغلان دتاله او برفک د ډبرو سکرو له کانونوڅخه يو مليونو شپږ سوه څلويښت زره څلور پنځوس ټنه سکاره ايستل شوي دي چې له دې پلوه څه د پاسه دوه مليارده څلور سوه يو شپيته مليونه افغانۍ عوايد ترلاسه شوي دي .
د شمال د ډبرو سکرو د تصدۍ فني مرستيال، سره له دې چې په ١٣٩٤ کال کې د دغه رياست ټول عوايد څه دپاسه دوه مليارده يو سلو اووه اويا مليونو پنځه سوه شپيته زره افغانۍ وښودلې، زياته يې کړه چې د دغې ادارې په عوايدوکې د تېرکال په پرتله دوه سوه درې اتيا مليونه نهه سوه اووه اويا زره افغانۍ زياتوالى راغلى دى.
عرفان د تخنيکي، تدارکاتي ،د امنيت د تامينولو تطبيقول او د ډبرو سکرو د قاچاقو د مخنيوي په لاره کې شفافيت او د سيمې د خلکو همکاري په دغه تصدۍ کې د عوايدو د زياتوالى له عواملو څخه وبلل او زياته يې کړه :
سږکال ددغه رياست په توليدي پلان کې د تېرکال په پرتله د نهه سوه يو پنځوسو زره ټنو ډبرو سکرو څخه يو مليون ټنو سکرو ته زيات شوى دى .
ده ډاډ ورکړ چې د کارګرانو او کارکوونکو د کاري تجربو، د کاري او امنيتي پلان تطبيق او په مسلکي ډول له کانونوڅخه ګټه اخستنه د دغې ادارې عوايد زيات کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته