امنیت

په بدخشان کې سيلاونو دسرزيان او زيات مالي تاوان اړولى دى .

کابل باختر د ثور دولسمه :
په بدخشان  ولايت کې دسيلاونو  دراوتلو له امله دوه تنه ووژل شول  او څه ناڅه اته تنه نور ټپيان شول .
  ددغو سيلاونو له امله داستوګنې   څه ناڅه  اتياکورونه ويجاړ  او دسيمې دخلکو  په زرګونو جريبه کروندې له منځه تللي دي.
  په رارسيدلو خبرونوکې ويل شوي دي چې ددغوسيلاونو له امله يوه ستره خاورينه غونډۍ دخلکو په کورونو رغړيدلې ده  او داستوګنې  څو کورونه يې لاندې کړي دي .
  له سيلاو ځپلو  سيمو څخه په لسګونو کورنۍ له خپلو کورونو څخه وتلو ته اړې شوي دي
دغوکورنيو لوړو او دسيلاو له خطر څخه دلرې  ساحو پرانستې فضا ته پناه وړيده   اواستوګنځيو ، خوړو ، جامو ، درملو او اوبو ته اړتيا  لري 
دغه سيلاونه تيره شپه له سختو اورښتونو وروسته راووتل اودبدخشان ولايت دکشم ، ارګو ، درايم او دشهر بزرګ ولسوالۍ  يې لاندې کړي .
  دبدخشان ولايت  له پيښو سره دمبارزې دادارې يوه مسوول محمد اصف دباختراژانس خبريال تنها ته وويل چې تيره شپه ددغو سيلاونو په بهير کې دوه تنه ووژل شول او اته تنه نور بي درکه شول
ده تاييد کړه چې دکشم ، ارګو ، درايم او دشهر بزرګ دولسواليو ځينو سيمو ته ددغو سيلاونو دراوتلو له امله زيات زيان اوښتى دى .
محمد اصف وايي چې ددغوسيلاونو دراوتلو له امله په ارګو ولسوالۍ کې يوه ستره خاورينه غونډۍ داستوګنې په سيمې رغړيدلې ده او څوکورونه يې لاندې کړي دي
ده وويل څه ناڅه اويا نوروکورنيو په خپلو کورونو ددغې خاورينې غونډۍ درغړيدو له ويرې شاوخوا غرونو ته پناه وړې ده .
درارسيدلو خبرونو له مخې داستوګنې ددغې سيمې  په لور ددغې غونډۍ رغړيدل  هماغه شان دوام لري .
دبدخشان ولايت له پيښو سره دمبارزې دادارې دغه مسوول وايي چې ددغوسيلاونو دراوتلو له امله دخلکو  څه ناڅه سل کورونه اوزرجريبه  کروندې ويجاړې شوي او په لسګونو څاروي له منځه تللي دي .
په همدې حال کې  سيلاو ځپلي  په دولت په نيوکې سره وايي چې تراوسه پورې له مرستندويودولتي اوبهرنيو بنسټونو له خوا يې هيڅ راز مرسته نه ده ترلاسه کړې .
له بلې خوا دبدخشان ولايت دبيړنيو حالاتو کميټې په يوه غونډه کې ددغو سيلاونو دراوتلو  له امله دسردزيان او مالي تاوان دکچې دڅيړنې لارښوونه کړې ده چې سيلاو ځپلو  کورنيو ته دمرستې دانډيو دليږدونې لپاره زمينه برابره شي
دتيرې يوې مياشتې په بهير کې  دهيواد په بيلابيلو سيموکې دسيلاونو دراوتلو له امله څه ناڅه دوه سوه تنه وژل شوي او دخلکوداستوګنې په سلګونوکورونه اوپه زرګونو جريبه کروندې ويجاړې شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته