کابل باختردوږي دمياشتې١٤نيټه :
د افغانستان ورزشي کاروان د جاګارتا د آسیایي المپیک په سیالیو کې د ژیړو د دوو مډالونو په ګټلو سره تېر ماښام بېرته هېواد ته راستانه شول .
د کابل په هوایي ډګرکې د ښاریانو او د المپیک او د بدني روزنې او سپورت د مسولينو له خوا یې هر کلی وشو .
د المپیک د ملي کمیټې مسولين وایي چې د هېواد ورزشکارانو د جاګارتا په سیالیو کې ښه وځلیدل، د سیمې د هېوادونو د مجربو او پياوړو ورزشکارانو د ګډون په علت دغې کمیټې له دغو ورزشکارانو تمه نه لرله چې مډال راوړي ، خو هیله مند دي په نورو سیالیوکې زیاتې لاس ته راوړنې ولري .
ختم / سعیده
0 د یوې دقیقې څخه لږ