امنیت

دبغلان په ډنډ شهاب الدين کې بيا بريدونه پيل شول

کابل  باختر دوري دمياشتې ١٨ :
وسله والو طالبانو بيا هم دبغلان ولايت  ډنډ شهاب الدين کې دسيمه ييزو پوليسو په پوستو بريدونه وکړل .
د بغلان ولايت امنيتي مقامات وايي  چې د وسله والــــو طالبانو د نفوذ  دبيا پراختيا دمخنيوي لپاره دې ته اړتيا ده چې د اردو يو زيات شمير سرتيري  په ډنډ شهاب  الدين کې د بريدونو دشنډولو لپاره په زيانمنونکو سيمو کې ځاى پرځاى شي .
په ډنډ شهاب الدين سيمه کې دوسله والو طالبانو دبريدونو بيا پيل د بغلان ولايت دخلکو ترمنځ انديښنې پيدا کړي دي .
دغه مقامات وايي  چې وسله والو طالبانو له يوې اوونۍ  را په دې خوا دسيمه ييزو پوليسو په اډو بريدونه کړي دي .
ويل کيږي چې په وروستيو نښتو کې  پنځه تنه وسله وال طالبان وژل شوي  او دوه  تنه افغان پوځيان شهيدان شوي دي .
دبغلان والي  عبدالستار بارز دباخترآژانس  خبريال ته وويل چې په  وروستيو نښتو کې پنځه تنه  وسله وال طالبان  وژل شوي او د هغوى  يوه  اندازه   جنګي وسايل  دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
د بغلان ولايت امنيه قوماندان عوض محمد نظيري وايي؛  که چېرې امنيتي حالت  همدغه شان وي  بايد په ډنډ شهاب الدين کې دملي اردو ځواکونه په  دايمي ډول  ځاى پرځاى شي  ځکه  پوليس په  يوازېتوب سره  له  دښمن  سره دمقابلې توان نلري   خو دخلکو په ښې دفاع سره  خلک کولاى شي خپلې چارې په ښه توګه ترسره کړي  چې په دې صورت کې دملي اردو دقطعاتو شتون  حتمي او ضروري دى . ويل کيږي چې په ډنډ شهاب الدين کې نښتې دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته