ټولنه

په بلخ کې اور لګيدنه

دمزارشريف ښار باختر د چنګاښ دمياشتې  ٢٣ :
د بلخ ولايت  مرکز  مزارشريف ښار نن د اور لګيدنې شاهد و.
دغه اورلګيدنه د سيلو په  واټ کې په يوه پلورنځې رامنځته شوې ده
د بلخ ولايت مرکز دمزارشريف ښار يوه ا منيني مقام دباخترآژانس خبريال ته وويل  چې د اور وژنې ټيم اور ترکنترول  لاندې راوستي دى.
تراوسه پورې ددغي اورلګيدنې علت معلوم نه دى  اوامنيتي مامورين وايي چې دوى  په دې باب  خپلې څيړنې  پيل کړي دي.
دغه راز ويل کيږي  چې دغې اورلګيدنې زيات مالي زيان  اړولى د ى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته