امنیت

په قندهارکې د انتخاباتي مبارزو په بهيرکې د بريدونو مخه ونيول شوه

کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ١٠
په قندهار ولايت کې د جمهوري رياست د نوماندانو د انتخاباتي مبارزو په بهير کې د تروريستي بريدونو مخه ونيول شوه.
دملي امنيت د ادارې مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: د طالبانو په ډلې پورې اړوند ديارلسو تنو ډار اچوونکو غوښتل د جمهوري رياست د انتخاباتو په دويم پړاوکې د نوماندانو د انتخاباتي مبارزو په بهيرکې په قندهار ښارکې تروريستي بريدونه ترسره کړي چې د شپاړلسو وسلو او يوې اندازې مهماتو سره د خلکو په نږدې همکارۍ د ملي امنيت د موظفينو له خوا ونيول شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته