امنیت

په جوزجان ولايت کې داتو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل .

کابل باختر د وري پنځمه :
په جوزجان ولايت کې پرون دامنيتي ځواکونو دچاڼيزو عملياتو په بهير کې اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول او څلور تنه نور ټپيان شول .
  دجوزجان ولايت يوه امنيتي  خبرځاى دباختراژانس  خبريال ته وويل ددغه ولايت ددرز اب ولسوالۍ دتاش جواز په کلي کې دهېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو دپوځي عملياتو په بهير کې  اته تنه  وسله وال طالبان ووژل شول او څلور تنه نور ټپيان شول .
خبرځاى زياته کړه په دغو عملياتو کې ددښمن يوه اندازه وسله اومهمات هم دامنيتي ځواکونولاس ته ورغلي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته