کابل باختر د چنګاښ شپاړلسمه :
يو شپاړلس کلن تنکى ځوان دهرات ولايت په اوبې ولسوالۍ کې ووژل شو .
دهرات دمرکزي روغتون يوه مسوول محمد رفيق شيرزي دباختراژانس خبريال ته وويل چې ددغه تنکي ځوان مړى تيره شپه دهرات ولايت مرکزي روغتون ته وليږدول شو .
ده وويل چې دغه ځوان دوهلو او ډبولو او له دې امله دټپونو په دليل سا ورکړې ده .
تراوسه پورې پوليسو په دې باب نظر نه دى څرګند کړى .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې په هرات ولايت کې د ترافيکي پيښو له امله يو تن وژل شوى او شل تنه نور ټپيان شوي دي .
يوه ترافيکي پيښه دهرات ښار د پخواني قول اردو په ساحه کې له يوه باروړونکي موټر سره دمسافروړونکي موټر دټکر له امله رامنځته شوې ده .
ديوبل خبر له مخې ، شل تنه نور په هرات کې دبيلابيلو پيښو له امله ټپيان شوي دي .
شيرزي دټپيانو روغتيايي حالت مخ په ښه والي وباله .
0 1 دقیقه لوستل