امنیت

په سالنګ کې د يوې ترافيکي پيښې له امله د دريو تنو پوليسانو وژل کيدل

کابل باختر  دغبرګولي ٣١ :

دپوليسو درې تنه سرتيري د پروان ولايت په سالنګ ولسوالۍ کې د يوې ترافيکي پيښې له امله و وژل شول،.

په دې پيښه کې چې پرون مازيګر وشوه؛ دوه تنه نور سرتيري ټپيان شوي دي.

پيښه هغه وخت رامنځته شوه چې ددغو سرتيرو دسپرلۍ موټر له واټ څخه ووت او يوې درې ته وغورځيد..

د پروان دترافيکو يو مسوول محمديونس باخترآژانس ته وويل: د موټر زيات ګړنديتوب او د موټر چلوونکى بې احتياطي د دغې خونړۍ پيښې اصلي علت دى.

له بله پلوه د سالنګ په يو روغتيايي مرکزکې ډاکترانو د دوو ټپي سرتيرو روغتيايي حالت خراب بللى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته