ټولنه

دمخابراتو وزارت : دهېواد په سلو کې ٨٩ وګړي دمخابراتي خدمتونو تر پوښښ لاندې دي .

کابل – باختر د مرغومي دمياشتې ١٢
دمخابراتو وزارت وايي دهېواد مخابراتو په سکتور کې ٢٠٠ زره تنه په کاربوخت دي .
دمخابراتو او دمعلوماتي تکنالوژۍ وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ : دمخابراتو او دمعلوماتي تکنالوژۍ وزارت دنويو شميرنو او معلوماتو له مخې دمخابراتو په سکتور کې دوه اعشاريه درې مليارده ډالره پانګه اچونه شوې ده چې په دغه سکتور کې ٢٠٠ زره تنه په کار بوخت دي چې په سلو کې شپيته يې ښځې دي .
دمخابراتو دسکتور فعال استفاده کوونکي يوويشتو مليونو تنو ته رسيدلي دي او دهېواد په سلو کې ٨٩ وګړي دمخابراتي خدمتونو ترپوښښ لاندې نيول شوي دي.
د ١٣٩٤ او ١٣٩٥کلونو په بهير کې په منځنۍ کچه دمخابراتي پوښښ ساحه په سلو کې له دريو څخه تر څلورو پورې زياته شوې ده سږ کال د ٩٦٨ کيلو مترو په اوږدوالي دنوري فايبر شبکه دنوري فايبر دملي شبکې برسيره دهېواد په مرکزي ،جنوبي ،جنوب ختيځو او شمال ختيځو سيمو کې پراختيا موندلې ده .
تراوسه پورې په ديرشو پوهنتونونو او ښوونځيو کې پنځوس سايتونه له نوري فايبر سره نښلول شوي دي .
په يوه بې ساري اقدام کې په کابل او ولايتونو کې د ديجيتال ټيلفون ديرش زره شمير يې دخلکو په واک کې ورکړ شوي دي دانترنټ په بيه کې زيات کمښت رامنځته شوى دى.
د ١٣٩٥کال په بهير کې ٤٢٣ مخابراتي سايتونه درول شوي او فعال شوي دي او دکليو داړيکو ٢٤٢ دستګاوې درول شوي او فعالې شوې دي .
د ددغه وزارت کال ټول عوايد ديارلس اعشاريه اووه مليارده افغانۍ و چې د ماليې دوزارت له خوا ټاکلي هدف په نسبت يو اعشاريه پنځه مليارده افغانۍ په سلو کې ٣٥ زياتوالى ښيي سره له دې چې دمخابراتو او دمعلوماتي تکنالوژۍ دوزارت مقاماتو دمخابراتو په سکتور کې دپرمختګ يادونه کوي خو دمخابراتي شبکو په کارکې يو لړ جدي ستونزې شته چې بايد ورته پاملرنه وشي.
يو زيات شمير خلک دمخابراتي شرکتونو دغيرقانوني سيمکارتونو دپلورنې له امله شکايت کوي چې ددغه داستفاده غوښتوونکو افرادو سره ددغه شان سيمکارتونو شتون امنيتي او ټولنيزې ستونزې رامنځته کولاى شي او دغه راز له مصرفي کريډت کارتونو څخه په سلو کې دلسو ماليې اخيستل خلکوته ستونزې رامنځته کړي دي په داسې حال کې چې له مخابراتي شرکتونو څخه دهغو راټولول پوښتنې رامنځته کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته