امنیت

په کابل کې انسان تښتونه

کابل باختر دسلواغې ٢٤ نيټه
يو ماشوم  پرون  مازيګر د خلکو د سترګو په وړاندې  دکابل ښار دزيرزميني  له ساحې  څخه وتښتول شو.
عيني شاهدانو د باخترآژانس خبريال ته  وويل ؛ ديوه کرولا موټر سپرليو پرون مازيګر د څلورو بجو په  شاوخوا کې  د ښار د مرکز زير زميني له ساحې  څخه  يو ماشوم له مورڅخه يې وتښتاوه خو  خلکو ، د سيمې  پوليسو او ترافيکو هيڅ کار ونکړ.
عيني شاهدان په دې باب دسيمې په  پوليسو اوترافيکو د بې  پروايي تورلګوي چې د هغه موټر  په  درولويې چې د دغه ماشوم په  تښتولو  لاس پورې کړ ، کوم اقدام ونکړ.
دپوليسو د دويمې امنيتي حوزې  آمر سمونوال سيدظاهر وايي  چې دتښتونې قضيه طرحه نه ده  خو په زيات ګومان سره  دغه  ستونزه يوه کورنۍ ستونزه ده 
دغه پيښه په داسې  کې رامنځته  کيږي چې  د کابل  او سيدونکي په پايتخت کې   دجنايي پيښو دزياتوالي له امله  انديښنه لري.
دتيرې اوونۍ دپنجشنبې په ورځ  دوه تنه کابل ښاريان په رڼا ورځ دکابل  دسيلو په ساحه کې په  ډزو سره ووژل شول او په همدې ورځ  يو تن بل  په هوايي ډګر کې ووژل شو.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته