کابل/باختر/ د چنګاښ لومړۍ
امنيتي ځواکونو نن سهار د کونړ، ننګرهار، لغمان او نورستان له ګڼ مېشتو لارو څخه ١٨ ماينونه کشف او شنډ کړل.
د هېواد په ختيځ کې سيلاب قول اردو باختر آژانس ته د يوې خبرپاڼې په استولو سره ليکلي دي چې دغه ماينونه د خلکو په همکارۍ کشف او شنډ کړاى شول.
د هېواد په ختيځ کې پوځي خبرځايونه وسله وال طالبان د ماينونو د ښخولو عامل بولي.
پاى ج ذ
1 د یوې دقیقې څخه لږ