دوسله والو طالبانو يو قوماندان دفراه ولايت دهيواد دامنيتي ځواکونو له خوا د خاک سفيد په ولسوالۍ کې ونيول شو .
دفراه ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال سيد محمد روشندل دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل، پرون ملي اردو او ملي پوليسو د خاک سفيد ولسوالۍ په ننګ اباد کلي کې دملا سرور په نامه دطالبانو يو قوماندان ونيوه .
څو ورځې مخکې هم دملي اردو ځواکونو دعبدالناصر په نامه دطالبانو يو قوماندان دخاک سفيد ولسوالۍ په جي جي کلي کې وژلي و .