امنیت

په ننګرهارکې د کرنيزو محصولاتو د پلورنې لپاره سيمه جوړېږي

کابل/ د سلواغې لومړۍ/ باختر
ټاکل شوې ده په ننګرهارکې د کرنيزو محصولاتو د پلورنې او بازار موندنې لپاره يوه ځانګړي سيمه جوړه شي.
دغه سيمه د سوداګرۍ وزارت جوړوي او ټاکل شوې ده په هغه کې د بزګرانو کرنيز محصولات پلورنې ته وړاندې شي.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رييس محمد ضمير بهسودي باختر آژانس ته وويل: دغه سيمه چې تر راتلونکو څو مياشتو پورې جوړېږي؛ ټاکل شوې ده د کرنيزو محصولاتو په نندارتون بدل شي.
په ننګرهارکې بزګران د دغې سيمې د جوړولو هرکلى کوي او د خپلو کرنيزو محصولاتو د معرفي کولو په لاره کې هغه يو مهم ګام وباله.
ختم- ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته