امنیت

يو سيمه ييز پوليس په لوګر کې شهيد شو

کابلباختردمرغومي  دمياشتې ١٧ :  
يو سيمه ييز پوليس تيره شپه په لوګرولايت کې شهيدکړاى شو.
دلوګرولايت دامنيې قوماندانۍ  دامنيت آمر سمونوال عبدالولي طوفان باخترآژانس ته وويل :  دغه سيمه ييز پوليس دپل علم ښار په کلنګار سيمه کې خپل کور ته څيرمه دناپيژندل شويو وسله والو کسانو له خوا شهيدا کړاى شو.
يوه اړونده خبرځاى زياته کړه دپيښې په اړوند څوک نه دي نيول شوي .
په دې باب دپوليسو پوښتنې دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته