فرهنګ

دکوريا جمهوريت دسفارت پيغام

 کابل باختردثور دمياشتې ١١ :
دافغانستان داسلامي جمهوريت داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دخپرونو دچارو دمعينې ميرمين سيمن حسن زاده په  نامه  په کابل  کې د جنوبي کوريا د سفير
دمننې پيغام په دې ډول رارسيدلى دى .
عاليجنابې  !
غواړم دسيول بيړۍ دډوبيدو په باره کې ستاسو دډاډګيرنې او خواخوږۍ  دمهربانۍ ډک پيغام په خاطر  دخپلې صميمانه مننې مراتب څرګند کړم.
ډاډمن يم چې ددغې پيښې  دقربانيانو  کورنۍ به  ستاسوپه له محبت ډک
پيغام سره تسکين  اودسوکالۍ احساس وکړي .
له فرصت څخه په استفادې سره غواړم  دفارياب ، سرپل ، بادغيس او جوزجان
په ولايتونو کې دوروستيو سيلاونوله امله   دقربانيانو کورنيو ته  دخپلې دزړه له کومې  ډاډګيرنې او همدردۍ مراتب څرګند کړل  او دټپيانو دسملاسي روغتيا
لپاره  خپلې ډيرې ښيې هيلې څرګندې کړم.
عاليجنابې  !
مهربانې وکړۍ يوځل بيا زما احترامات ومنۍ .
سی  اچ  ای  چه  يونګ چيل
په کابل کې  دجنوبي کوريا سفير

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته