سیاست

جمهوررئیس غني د مخابراتي خدمتونو رسولو پر چټکتیا ټینکار وکړ

کابل باختر د تلې اووه ويشتمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني پرون د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له سرپرست او ځینو مسوولینو سره په کتنه کې هېوادوالو ته د مخابراتي خدمتونو د وړاندې کولو پر چټکتیا ټینګار وکړ.
دجمهوررييس دوياند دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ.
په ارګ کې په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د غوره مخابراتي خدماتو د وړاندې کولو په ځانګړي ډول د سټلایټ له لارې، د انټرنیټي خدمتونو د بهیر چټکتیا او د مخابراتي قراردادونو په څرنګوالي بحث وشو. د مخابراتو وزارت مسوولینو وویل، دې وزارت په ۲۰۱۴ کال کې له فرانسوي کمپنۍ سره د سټلايټ مخابراتي خدماتو قرارداد کړی وو چې اوس یې موده پایته رسېدلې ده.
هغوی زیاته کړه، جنوبې اسیا د سټلایټ خدمتونو د قرارداد کار جریان لري او تر ېوې بلې اوونۍ به دا پروسه بشپړه شي او د خدمتونو له پېلولو وروسته به هېوادوال د سټلایت له لارې غوره مخابراتي خدمتونو ته لاسرسي پیدا کړي.
د هېواد جمهوررئیس وویل، خلک د مخابراتي خدمتونو وړاندې کولو څخه خوښ نه دي، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت باید په داخلي ظرفیت جوړونه کار وکړي او ټولې مخابراتي شبکې او دغه راز د خدمت رسولو وضعیت وارزوي او واضح تحلیل شتون ولري.
محمداشرف غني د قراردادونو د تدارکاتي پروسو په اړه وویل، په دې اړه دې په ټولو جزئیاتو او معلوماتو د اقتصاد عالي شورا په غونډو کې بحث وشي او له دې لارې دې تعقیب شي. 
د هېواد جمهوررئیس دغه راز څرګنده کړه چې د غوره مخابراتي خدمتونو پر وړاندې کولو دې زیات تمرکز وشي او د دې سکتور د انکشاف لپاره دې بدیلې لارې ولټول شي. هغه زیاته کړه د بشري ځواک د جذب او مخابراتي انسټیټیوټ د سیستم ښه والي  واضح طرحه دې چمتو شي، ترڅو د هغه د روزنې کیفیت په ورځنیو معیارونو برابر او ځواب ویونکي وي.
جمهوررئیس غني پر مخابراتي سیستمونو د جدي کار او هېوادوالو ته دمخابراتي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د مخابراتو وزارت مسوولېنو ته لازمې لارښوونې وکړې او ټینګار یې وکړ چې شته مخابراتي سیستمونه باید پیاوړي شي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته