فرهنګ

داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دمشرتابه هيئت پيغام .

کابل باخترد سلواغې يوولسمه : دقدر له فضيلت څخه ډګې شپې په مناسبت داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دمشرتابه هيئت پيغام . دافغانستان مسلمانو خلکو په زرګونو هيلو سره دروژې دعبادت او دنفس دتذکيې دمياشتې هرکلى وکړ او دقدر دشپې ددرناوي په درشل کې دي . دهغې شپې درناوى چې قرانکريم ، دلوى خداى(ج ) کلام داسلام ستر پيغمبر حضرت محمد مصطفي ( ص )( ته نازل شو هغه شپه چې دچارو دترسره کولو لپاره چمتو فرشتې مقررې شوې په دغه شان شپه عبادت چې له زرو مياشتو څخه قدرمنه تعريف شوې ده ډير ارزښتناک دي . دقدر په شپه چې دالهي رحمت دروازې پرانستې دي په هغې شپه چې ګناهونه بخشل کېږي دلوى خداى ( ج ) دربار ته عذر او زاري بې نتيجې نه پاتې کېږي داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دمشرتابه هيئت په دغه شان مبارک فرصت کې له ټولو هېوادوالو څخه غواړي چې دافغانستان دخلکو دسولې ، سوکالۍ ، نيکمرغى ، يو والي او اتفاق لپاره دعا وکړي چې په هېواد کې جګړې اور ووژل شي او دعا وکړي چې ټولې لوړتيا غوښتنې پاى ته ورسېږي او په هېواد کې ديوبل مننې فرهنګ پراخ بنسټه شي . ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته