اقتصاد

دسلام مخابراتي شبکې په غزني کې په فعاليت پيل وکړ.

کابل – باختر د ورى دمياشتې ٢٤
دسلام دمخابراتي شبکې فعاليت پرون په غزي ولايت کې پيل شو دغه شبکه دمخابراتو او معلوماتي تکنالوژى وزارت دمالي او ادارى معين له خوا دغزني ولايت ديوشمير سيمه ييزو مسولينو په وړاندې فعاله شوه.
دغزني ولايت دمخابراتو او معلوماتي تکنالوژى رييس دباختر آژانس خبريال ته وويل اوس دسلام مخابراتي شبکه دغزني ولايت په مرکز او دريو ولسواليو کې هم فعاله شوې ده اوټاکل شوې ده په نږدې راتلونکې کې په شپږونوروولسواليو کې هم فعاله شي دمخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت مالي او ادارى معين نا امني په دغه ولايت کې ددغه وزارت دفعاليتونو په وړاندې مهم ستونزه وبلله او وى ويل ددغه ولايت په ځينو ولسواليو کې دامنيتي چلنجونو له امله ددغه وزارت پروژې ځنډولې شوې دي دغزني دولايتي شورا غړي حميدالله دانش دمخابراتو له وزارت څخه غواړي چې خپل فعاليتونه دغزني نا امنو او لرى پرتو ولسواليو ته هم پراخ کړي، خبرځاى زياته کړه :دسلام مخابراتي شبکه دنورو مخابراتي شبکو په پرتله په لږ لګښت او زياتو اسانتياو سره مشترکينو ته مخابراتي او انترنتي خدمتونه وړاندې کوي.
ويل کيږي ددغې شبکې دفعالولو لپاره څه ناڅه پنځه شپيته مليونه ډالره پانګه اچونه شوې ده او تراوسه پورې دافغانستان په ١٦ ولايتونو کې فعاليت يې پيل شوې دي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته