سیاست

د جمهوررئیس غني په مشرۍ د هوایي دهلېز د ازمایښتي پړاو په اړه د بحث غونډه جوړه شوه

کابل باختر د زمري يو ويشتمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ نن غرمه د هوایي کوریډور د ازمایښتي پړاوپه اړه د بحث غونډه په ارګ کې جوړه شوه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ
په دې غونډه کې چې د جمهور رئیس سلاکار اجمل احمدي، د سوداګرۍ وزارت معینې کاملې صدیقي، د سوداګرۍ خونو مرستیال خانجان الکوزي، د ګمرکونو معین نجیب وردک، کپتان داود عمر، د صنعتکارانو د سراسري اتحادیې مرستیال عبدالرحیم فیضان، د ګمرکونو عمومي رئیس رشاد پوپل، د سوداګرۍ خونې د صادراتو د پراختیارئیس میرزمان پوپل او د مالیې وزارت د بودجې رئیس ضیاالرحمن حلیمي په کې ګډون درلود، په پیل کې د خصوصي سکتور استازو د هوایي کوریډور د ازمایښتي پړاو په اړه جمهور رئیس ته خپل راپور وړاندې کړ.
د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خانجان الکوزي په لویه کې د هوایي دهلېز ازمایښتي پړاو بریالی وباله او وې ویل، د هوایي کوریډور کارونه په ښه توګه پرمخ ځي، خو ځینې مهال د الوتنو د مهالوېش بدلون او ځنډ په صادرېدونکو مېوواغېز کوي.
جمهور رئیس غني د دوی د راپور او معلوماتو له اورېدو وروسته مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د الوتنو د تنظیم په موخه دې د خصوصي سکتور اوکام ایر مسوولینو سره په همغږۍ د الوتنو مهالوېش جوړ کړي او همدارنګه دې خصوصي سکتور د هرې الوتنې لپاره له ۸۰-۱۰۰ ټنه پورې مېوه د صادرولو لپاره برابره کړي.
د هېواد جمهور رئیس  د مالیې وزارت او ګمرکاتو مسوولینو ته دستور ورکړ چې د هوایي کوریډور د چارو د لا ښه تنظیم په موخه دې د لازمې بودجې او اسانتیاو برابرولو په برخه کې همکاري او اقدام وکړي. هغه ټینګار وکړ، د هوایي کوریډور د ازمایښتي پړاو ټولې ستونزې دې د اساسي حل په موخه تشخیص شي.
جمهور رئیس غني د خصوصي سکتور له استازو څخه وغوښتل چې د هوایي دهلېز له لارې له کابل او کندهار څخه پر وخت هند ته د مېوو لېږدولو په موخه دې د افغانستان د موسمي مېوو مهالوېش ترتیب کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته