
کابل/ د چنګاښ٢٢مه / باختر
د وسله والو طالبانو يو کليدي قوماندان له ٣٠ غړو سره تېره شپه د خوست په موسى خيلو کې د امنيتي او دفاعي ځواکونو په عملياتو کې ووژل شو.
د ملي دفاع وزارت د وياند مرستيال فواد امان باخترآژانس ته وويل: د وسله والو طالبانو يو قوماندان په افکار مشهور پاچا له ٣٠ غړو سره د خوست په موسى خيلو کې د امنيتي او دفاعي ځواکونو په عملياتو کې ووژل شو.
په دغو عملياتو کې د دغه قوماندان ١٨ نور غړي ټپيان شول.
\ ذ