ټولنه

دهېواد په زرګونو تنه اوسيدونکي د جنرال زاهد دجنازې په مراسمو کې د ګډون په مقصد کابل ته راغلي دي

کابل باختر د وږي د مياشتې  ٢٣  :
دهېواد  په زرګونو تنه اوسيدونکي دننګرهار ولايت دامنيه قوماندان دجنازې  دښخولو په مراسمو کې د ګډون په مقصد کابل ته راغلي دي .
جنرال زړور زاهد دعرفې په ورځ دحصارک په نا آرامه ولسوالۍ کې دامنيتي پوستو دکتنې  په وخت کې دبم دچاودنې  له امله شهيد کړاى شو.
د جنرال زاهد د جنازې دښخولو مراسم نن  دکابل په تره خيلو کلي کې  پرځاى شول .
په دغو مراسمو کې حکومتي مقاماتو او دهېواد زرګونوتنو خلکو ګډون کړى و.
دهېواد له ګوټ ګوټ څخه دباخترآژانس دخبريالانو د خبرله مخې :  له بيلابيلو ولايتونو څخه دقومي مشرانو په ګډون   دهېواد په زرګونو تنه اوسيدونکي  کابل ته رسيدلي چې دخپل يو ډير ښه تکړه قوماندان دجنازې دښخولو په مراسمو کې ګډون وکړي.
قوماندان زاهد له تروريستي ډلو سره  دسختې مبارزې له امله  دخلکو ترمنځ ځانګړى محبوبيت درلود.
ده  په څو ولايتونو کې  په لوړ امنيتي پستونو کې کار کړى دى او له طالبانو او  نورو تروريستي ډلو سره يې سختې   جګړې کړې دي.
جنرال زړور په ننګرهار ولايت کې دداعشيانو په سخته ماته کې کليدي رول درلود او دغه راز   دتورخم په بندر کې دافغانستان اوپاکستان دځواکونو په  څو ورځنيو نښتو کې  د جګړې په لومړۍ ليکه کې و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته