نړۍ

په پاکستان کې د څلورو تنو اعدام

اسلام آباد – دان – باختر د ورى دمياشتې ١١
د پاکستان د ميانوالي، سرکودي، اتوک او د راولپنډى د جيلونو درې تنه بنديان نن سهار په دار وځړول شول .
د پاکستان د ډان ورځپاڼې د خبرله مخې: په يو تن اعدام شوي د غلا په وخت کې د يوتن د وژلو تورلګول شوى و.
دويم تن د يوې درې کلنې نجلۍ د تښتولو او دريم تن يې په شخصي دښمنۍ کې د يو تن د وژلو تورلګول شوى و او د راولپنډى په مرکزي جيل کې اعدام شول او څلورم د دوو تنو د وژلو په تور د ميانوالي په جيل کې په دار وځړول شو.
د اعدام سزا په پيښورکې د پوځيانو تر ادارې لاندې په يوه ښوونځي د طالبانو له بريد وروسته چې له امله يې ١٥٠ تنه چې زياتره يې زده کوونکي وو؛ ووژل شول؛ بيا پيل شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته