کابل، د زمري٣مه، باختر
د هرات والي شيخ الحديث مولانا نوراحمد اسلام جار د پوليسو اکاډمۍ له عمومي قوماندان پاسوال شيخ محمد نظر شينواری، د هرات د پوليسو د روزنيز مرکز له قوماندان له مولوي محمد اسماعيل هدايت، د داخل خدمت پوهنځي له رئيس الحاج محمد اشرف رحيمي او د کورنيو چارو وزارت له مؤظف پلاوي سره د هرات ولايت په مقر کې وکتل.
پاسوال مولوي شيخ محمد نظرشينواری د دغې کتنې موخه د داخل پوليسو د کانکور آزموينې اخيستل او د لوېديځ زون پوليسو ته د شبانې داخل خدمت پوهنځي بيا پيلول وباله.
د پوليسو اکاډمۍ عمومي قوماندان شيخ شينواري د شبانه داخل خدمت د پوهنځي د بيا جوړولو هدف د کورنيو چارو وزارت د افسرانو او ساتنمنانو د علمي او مسلکي ظرفيتونو لوړول وباله چې د بېلابېلو دليلونو له امله له لوړو زده کړو پاتې او دا کار د دې زمينه برابروي چې د پوليسو افسران او ساتنمنان د لېسانس تر سويې پورې خپلې زده کړې بشپړې کړي.
\ ذ