سیاستخبرونهټولنهTOP

د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي وزير د طبعي پېښو زيانمنو شويو کورنيو سره د مرستې په موخه ننګرهار ته په سفر وکړ

 کابل، د لړم ۱۱مه، باختر

د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي وزير ملا محمد عباس اخند د طبعي پېښو زيانمنو شويو کورنيو سره د مرستې په موخه ننګرهار ته په سفر کړی دی.

د باختر آژآنس د خبر له مخې؛ د پېښو پر وړاندې د چمتووالي وزير ملا محمد عباس اخند د ننګرهار مرستيال والي مولوي محمد رباني ناصح سره د په ليدنه کې وويل، چې دې ولايت ته يې د سفر په موخه د طبعي پېښو له امله پر زيانمنو شويو کورنيو د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستو وېشل دي.

نوموړي وويل، چې په ننګرهار کې يې د طبعي پېښو له امله د ۱۵ زره کورنيو سروې کړې، چې يو شمېر کورنيو سره مرسته شوې او پاتې نورو سره به هم ډېر ژر لازمې مرستې وشي.

مرستيال والي مولوي محمد رباني ناصح د پېښو پر وړاندې چمتووالي وزير څخه مننه وکړه، چې دې ولايت ته يې د طبعي پېښو له امله زيانمنو شويو کورنيو سره د مرستو تر سره کولو په موخه سفر کړی.

د ولايت مرستیال مولوي محمد رباني ناصح د پېښو پر وړاندې چمتووالي وزير ته د همکارۍ او همغږۍ ډاډ ورکړ.

افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا