ټولنه

په يوه ترافيکي پيښه کې څلور تنه ووژل شول.

کابل – باختر دکب دمياشتې ٧
د سمنګانو ولايت په مربوطاتو کې نن له غرمې   وروسته دترافيکي پيښې   له
امله څلور تنه   ووژل شول او اووه تنه نور ټپيان  شول .
د سمنګانو ولايت دترافيکو مديريت دپيښو آمر سمونيار عبدالرزاق دباختر آژانس خبريال ته وويل:  دغه پيښه دسمنګانو ولايت په مرکز ايبکو ښارپورې اړوند دخنک درې   په  سيمه کې هغه وخت   رامنځته شوه  چې يوه کرولا   موټر له   يوه ٤٠٤ ډوله مسافر وړونکې موټرسره  ټکر وکړ او له امله يې څلورتنه ووژل شول او ديوه ماشوم،  دوو ښځو او څلورو  تنو نارينه وو  په ګډون اووه   تنه نور ټپيان شول .
يوه اړونده خبرځاى وويل :  دپيښې علت د دواړو وسايلو دچلوونکو ګړندى تګ
او بې احتياطي بلل شوې ده .
دسمنګانو د ولايتي روغتون دعاجلې  برخې نوکريوال ډاکترشمس الدين عالمي وويل   چې اووه  تنه   ټپيان   روغتون ته ليږدول شوي    دي    او د دوو تنو   ټپيانو روغتيايي حالت خراب بلل شوى  دى چې  د درملنې لپاره دبلخ حوزوې روغتونه
ته ليږدول شوي دي .
د يادونې وړ ده چې د دغې پيښې قربان دبدخشان ولايت اوسيدونکي دي  چې له مزارشريف څخه بدخشان   ته روان وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته