خبرونهټولنه

د عاشورا مراسم په امن کې ولمانځل شول

کابل، د زمري ۱۷ مه، باختر

په هېواد کې د عاشورا مراسم په امنه فضا کې پرځای شول.

امنیتي ځواکونو د دغو مراسمو د امنیت په تامینولو سره د امنیت ضد هر راز خوځښت مخه ونیوله.

د باختر آژانس خبریال لیکي، حسیني عزا دارانو په هېواد کې د عاشورا مراسم له ډار او اندېښنې پرته ولمانځل.

امنیتي بنسټونو د دې زمینه برابره کړه چې د عاشورا مراسم په هېواد کې له امنیتي ستونزو پرته پرځای شي.

د وروستیو څو ورځو پېښو د خلکو ترمنځ دغه وېره او اندېښنه رامنځته کړې وه چې د عاشورا مراسم به له امنیتي ستونزو سره مخ شي، خو د الله ج  په فضل او د امنیتي ځواکونو په هلو ځلو سره د تکفیر، ترور او د نفاق عواملو ونشو کړای خپلو موخو ته ورسيږي او امنیت ګډوډ کړي.

خلکو د امنیتي ځواکونو په همکارۍ د خپل ځان او د عاشورا د مراسمو د امنیت په تامینولو کې مرسته وکړه او د دې ترڅنګ چې دغه مرسته او همکاري د قدر وړ دي، د خلکو او د امنیتي بنسټونو ترمنځ همغږۍ دغه پيغام ورکړ چې موږ ډار اچوونکو ته نه تسلیميږو او د هغوی ګواښونه به د یو بل ترڅنګ په ملي یووالي، پیوستون، زغم او د یو بل په منلو سره له منځه وړو.

له امنیتي بنسټونو د خلکو ملاتړ او د خلکو ترمنځ د امنیتي ځواکونو درېدل حسیني عزا داران ځواکمن کړي او راتلونکي ته یې هیله من کړي دي.

ج

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا