کابل باختر د مرغومي ديارلسمه :
څلور تنه پاکستاني طالبان په نورستان ولايت کې له پوځيانو سره د نښتې په بهير کې ووژل شول .
په دغو جګړه مارانو پرون ناوخته دديورنډ کرښې ته څيرمه په کامديش ولسوالۍ کې ټيک هغه وخت دافغانستان دسرحدي مامورينو له خوا ډزې وشوې چې غوښتل يې نورستان ته راواوړي .
دافغانستان په ختيځ کې دسرحدي پوليسو يوه جګپوړې قوماندان دباختراژانس خبريال ته وويل چې دپوځيانو په دغو ډزو کې څلور تنه پاکستاني طالبان ووژل شول .
ده وويل چې په دې پيښه کې سرحدي مامورينو اوملکي وګړوته زيان نه دى اوښتى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ