امنیت

دهېواد په ختيځ کې داتو تنو ډار اچوونکو وژل کيدل

کابل باختر د ليندي  دريمه 
دهېواد په ختيځ  نورستان ولايت کې دهوايي بريد له امله دداعشيانو په ډلې پورې اړوند  اته  تنه ډار اچوونکي ووژل شول .
  په دغو داعشيانو تيره شپه په وانټ وايګل ولسوالۍ کې ددوى په پټنځي کې بريد وشو .
دهېواد په ختيځ کې دملي اردويوه جګپوړي  قوماندان باختراژانس ته وويل چې په دغه هوايي بريد کې دداعش دډلې  ٨ تنه غړي ووژل شول .
ويل کېږي  چې په دې هوايي بريد کې دسيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى .
  په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې په نورستان ولايت کې ديولړ چاودنو مخه ونيول شوه .
امنيتي مامورينو نن سهار دنورستان ولايت په ګڼ ميشتو سيمو کې شپږماينونه کشف او شنډ کړل
تراوسه پورې ددغو ناکامو ماين ښخونومسووليت چاپه غاړه نه دى اخستى خو ځينې امنيتي سرچينې طالبان ددې کار عامل بولي .
ديوبل خبرله مخې، دداعش دډلې درې تنه غړي  په نورستان ولايت کې امنيتي ځواکونو ته تسليم شول
دغه ډار اچوونکي مخکې له دې دنورستان ولايت دبرګ مټال اودکامديش دولسواليو  په مربوطاتو کې په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت وو  .
دوى  په هغه څه چې په تيرو وختونوکې يې دافغانستان دويجاړولو او د بيګناه انسانانو دوژنې په لاره کې  ترسره کړي وو پښيماني  څرګنده کړه او ويې ويل چې له دې وروسته به دامنيت  په تامينولو او دخپل هېواد په بيا جوړولو کې ونډه واخلي .
دنورستان سيمه ئيز مقامات وايي  چې دغو کسانو خپلې وسلې هم پوځيانو ته سپارلي دي .
  ختم_ ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته