ښوونه او روزنه

مورا په افغانستان کې د ښځو لومړنۍ تعليمي او تحصيلي ټولنه

 کابل د ورې ٥مه باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مالي، اداري او ګرځندوى معينې پوهنيارې سيدې مژګان         مصطفوي نن د ښځو له لوري په افغانستان کې د ښځو لپاره لومړنۍ او ډېره ستره تعليمي او تحصيلي ټولنه (مورا) وکتله.
د باختراژانس د خبرله مخې؛ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوي، مالي او  اداري  معينې د مورا تعليمي او تحصيلي ټولنه په هېواد کې  د ښځو يوازينى تعليمي او تحصيلي بنسټ وباله او ويې ويل: دغه بنسټ د وړکتون، عالي لېسې، د روغتيايي علومو انستېتوت، پوهنتون او ليليې په برخو کې معياري امکاناتو په لرلو سره  د ښځو د ظرفيت  لوړولو لپاره منظم خدمتونه  وړاندې کوي.
د دغې ټولنې موسس او رييس پوهنمل ډاکټرعزيزالله اميد د باختراژانس خبريالې ته وويل: د مورا تعليمي او تحصلي ټولنه په ١٣٩٤ کال په  کابل کې په  فعاليت پيل وکړ او په افغانستان کې لومړنى تعليمي او تحصيلي مرکز دى چې د بين المللي  سازمان اعتبارليک يې ترلاسه کړى دى.
دغه تعليمي او تحصيلي بنسټ د (٨٥٠٠٠  ) ټوکو کتابونو په ظرفيت ډېر ستر اوسمبال کتابتون لري.
د يادونې وړ ده چې په ښې حکومتوالۍ د ښځو د ظرفيت لوړلو ډېرسترپروګرام (پرموت) هم په دې تعليمي او تحصيلي ټولنه کې تطبيق شو او په زرګونو نجونو په بېلابېلو څانګو کې زده کړې  وکړې اوعلمي تجربې يې ترلاسه کړې.
پاى ذ 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته