سیاست

د ملي امنیت سلاکار: د سولې په اړه موجودې تجربې زموږ کار آسانولای شي

کابل / د لیندۍ ۷ مه / باختر

د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب وايي، چې په افغانستان کې د سولې د راوستو او ټینګښت په موخه یوازې سیاسي او دولتي هڅې ستونزې نه شي اورولای؛ بلکې په دې اړه له موجودو تجربو او څېړنو هم باید کار واخیستل شي.

باختر آژانس ته  د ملي امنیت شورا دفتر د ویندوی د معلوماتو له مخې، د اروپا د سولې انستیتیوت له مشر مایکل کیټنګ سره په کتنه کې د ملي امنیت سلاکار وویل، چې سوله یوه پېچلې او څو بعدي پروسه ده او باید په پوره تیارۍ یې په اړه ګام پورته شي. د اروپا د سولې انستیتیوت مشر وویل، چې د پخلاینې په برخه کې اړینه ده له کورنیو، بهرنیو، سیمه ییزو او څېړنیزو ظرفیتونو استفاده وشي او د ټولو خواوو په مطالعې سره یې په اړه پرېکړې او تصامیم ونیول شي.

د ملي امنیت سلاکار وویل، چې افغان حکومت په دې اړه یو منظم پلان لري او هر دخیل او موثر لوری ورته اهمیت لري. ده په تېره بیا د افغانستان له مسایلو سره تړلو او لېواله هیوادونو او اتحادیو ته اشاره وکړه او ویې ویل، چې د سولې په پروسه کې یې ګډول اړین دي.

 

په ناسته کې د سولې په اړه د یو شمېر نورو هیوادونو تجربو ته هم اشاره وشوه. د ملي امنیت سلاکار وویل، که څه هم د افغانستان لانجه په مختلفو برخو کې له نورو هیوادونو سره توپیر لري، خو بیاهم بده نه ده، چې د هرې تجربې له مثبتو او کارېدونکو برخو استفاده وشي.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته