سیاستخبرونهTOP

د عالیقدر امیرالمؤمنین د یو تازه فرمان په ترڅ کې د تخار د علماوو د شورا تشکیل اعلان شو

کابل، د تلې۲۷مه، باختر

د دغه فرمان له مخې مولوي محمود د شورا د رئيس، مولوي خال مراد د مرستیال، مولوي محمد نعیم د شورا غړی او د مالي او اداري چارو مسوول، مولوي خال محمد، مولوي عزیز الله، مولوي فیض الله ، مولوي عبدالمبشر، مولوي محمد عثمان، مولوي لعل محمد، مولوي عبدالغفور، مولوي حبیب الله، مولوي احمدآغا، مولوي محمدخان، مولوي امین الله، مولوي سیدناصر، مولوي نظرمحمد، مولوي غلام سعید، او مولوي حاجي بهلول د شورا د غړو په توګه ټاکل شوي دي.

په فرمان کې ویل شوي، چې یاده شورا مکلفه ده، چې د خپلي لایحې مطابق د یاد ولایت د چارو د ښه سمون لپاره او د محول شویو موضوعاتو په هکله د ولایت اړوندو مسئولینو ته د شریعت په رڼا کي سلا مشورې ورکړي.

د سرچینې په حواله د تخار ولایت مسئولین هم مکلف کړل شوي، چې د علماوو شوری پر مشورو باندې د دوی د لایحې مطابق عمل وکړي او د لایحې په اجراء کي هم پوره هڅه وکړي او همدارنګه د مرکزي مالي ادارې او نورو اړوندو ادارو مسئولین مکلف دي، چي د علماوو شوری اداري تشکیل او بودیجه ترتیب او له اصولو سره سم له پړاوونو څخه تېره کړي.

افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا