سیاستخبرونه

حمیدالله فاروقي د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر وټاکل شو

کابل / د مرغومي ۳۰مه / باختر
د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي چې د جمهوري ریاست عالي مقام د فرمان پر بنسټ، پوهنمل حمیدالله فاروقي په خارج رتبه بست کې، د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر وټاکل شو.
د فاروقي د علمي کادر حقوق به خوندي وي او دی به د افغانستان اسلامي جمهوریت د کابینې د غونډو غړیتوب هم ولري. فاروقي یو مهال د ترانسپورټ او هوایي چلند وزیر و او بیا څو کاله د کابل پوهنتون رییس هم و.
پای / ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته