(PS)سیاست(PS)خبرونهTOP(PS)

د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د لغمان د علماوو شوری جوړه شوه

کابل، د وږي ۲۶مه، باختر

د شرعي نصوصو پر اساس د اسلامي نظام د لا ټینګښت او پرمختګ لپاره له ديني علماوو څخه مشوره اخيستل شرعي امر دی، بناءً د لغمان د چارو د ښه سمون په موخه د اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ الحدیث مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله د فرمان پر اساس په لاندې نومونو علماء کرام او متنفذین د لغمان ولایت د علماوو شوری د مسوولینو او غړو په توګه وټاکل شول.

مولوي محمد سلیم د یادې شوری د رئیس، مولوي امر الله د شوری د مرستیال، مولوي عبد المعبود د شوری د غړي او مالي او اداري مسوول په توګه او دغه راز مولوي عمرګل، مولوي فداء محمد، مولوي عبدالرازق، شیخ رفیع الله، مولوي عبدالمنان، مولوي عبد الله، مولوي مطیع الله، مولوي عنایت الله، مولوي عبد الواسع، مولوي غلام حسین، مولوي شاه محمد او مولوي سید هاشم د غور ولایت د علماوو شوری د غړو په توګه و ټاکل شول.

د لغمان ولایت د علماوو شوری مسووولین او غړي مکلفیت لري چي د خپلې لایحې سره سم د همدې ولایت د چارو د ښه سمون لپاره او د محول شویو موضوعاتو په هکله د ولایت اړوندو مسوولینو ته د شریعت په رڼا کې مشورې ورکړي او د ولایت مسوولین مکلف دي، چې د علماوو شوری پر مشورو باندې د دوی د لایحې مطابق عمل وکړي او د لايحې په اجراء کې هم پوره کوښښ وکړي.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا