
کابل، د وږي ۲۶مه، باختر
د شرعي نصوصو پر اساس د اسلامي نظام د لا ټینګښت او پرمختګ لپاره له ديني علماوو څخه مشوره اخيستل شرعي امر دی، بناءً د دایکنډي د چارو د ښه سمون په موخه د اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ الحدیث مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله د فرمان پر اساس لاندې علماء کرام او متنفذین د دایکندي ولایت د علماوو شوری د مسئولینو او اعضاوو په توګه وټاکل شول.
مولوي حیات الله د یاد ولایت د علماوو د شوری د رئیس، مولوي محمد شفیق د شوری د مرستیال او مفتي ضیاء الحق د شوري د عضوې او اداري او مالي مسئول په توګه و ټاکل شول.
دغه راز مفتي رحمت الله، مفتي محمد رحیم، مولوي عبدالولي، مولوي محمد نعیم، مولوي علاء الدین، مولوي حبیب الرحمان، مولوي حکمت الله، مولوي محمد معصوم، مولوي رحمت الله، مولوي عصمت الله، مولوي محمد فاروق او مولوي انعام الله د یادې شوری د غړیو په توګه و ټاکل شول.
د دایکنډي ولایت د علماوو شوری مسووولین او غړي مکلفیت لري چي د خپلې لایحې سره سم د همدې ولایت د چارو د ښه سمون لپاره او د محول شویو موضوعاتو په هکله د ولایت اړوندو مسوولینو ته د شریعت په رڼا کې مشورې ورکړي او د ولایت مسوولین مکلف دي، چې د علماوو شوری پر مشورو باندې د دوی د لایحې مطابق عمل وکړي او د لايحې په اجراء کې هم پوره کوښښ وکړي.