
کابل، د لېندۍ ۲۰مه، باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین مهاجر فراهي نن د کابل د عامه کتابتون له څانګو څخه ليدنه وکړه او ويې ويل چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هڅه کوي چې دغه برخه بډايه کړي.
هغه زياته کړه: «په هغه کتنه کې چې موږ له يو شمېر کتاب پلورونکو سره لرله هغوى ژمنه وکړه چې د عامه کتابتونونو په بډاينه کې به مرسته وکړي».
د فراهي په وينا، عامه کتابتونونه چې يو له فرهنګي فعالو مرکزونو څخه دى او زياتره څېړونکي او ليکوالان په ځانګړې توګه د ښوونځيو زده کوونکي د معلوماتي توکو د چمتو کولو لپاره دغه رياست ته مراجعه کوي، بايد د اړتيا وړ کتابونو ته لاسرسى ولري.
د کابل د عامه کتابتون عمومي رييس قاري عبيدالله حنيف د باختر آژانس خبريال ته وويل:« د یو کال په موده کې د دغه رياست لپاره څه د پاسه لس زره ټوکه کتابونه راټول کړي دي او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په همکارۍ هلې ځلې کوو، چې د عامه کتابتون د ډیجیټل کولو بهیر ډېر ژر پیل کړو».
د کابل د عامه کتابتون آمر فتح الله وفي وايي، چې په دې رياست کې په بېلابېلو برخو کې اته تالارونه شته، چې په کې د مجلو تالار، د افغانستان پېژندنه، ماشومان او د هېوادوالو لپاره د کتابونو د وېش څانګه هم شامله ده.
د یادونې وړ ده چې د کابل عامه کتابتون په ۱۳۴۵ کال کې تاسیس شوی چې د هېواد تر ټولو پخوانی عامه کتابتون دی او د کابل ښار د ملک اصغر په څلور لارې کې موقعیت لري چې ډېر ژر به په ډیجیټل ډول جوړ شي.
بهیر